وطن دانه
وطن دانه صنعتي کمپنۍ د جواز شمېره (37378) چي د افغانستان د سوداګری او صنایعو وزارت سره په (111299) شمېره سره ثبت لري د کندهار ولایت د ښوراندام په پارک صنعتي ساحه کښي موقیعت لري، نوموړې کمپنۍ چي د 1994 کال راپه دېخوا د چرګانو په روزنه او صنعت کښې فعالیت لري او په 2016 میلادي کال کښې یې د صنعتي جواز په تر لاسه کولو سره خپل تولیدات پیل کړل، چي فعلاً د ټول هیواد په سطحه یو د پرمختللو او معیاري کمپنیو په لیست کښي قرار لري د کمپنۍ ټول سیسټم او ماشین الات په نړیوال او معیاري ډول ترتیب شوي دي. او ټول ماشینونه یي د نړي د پرمختللو او مشهورو کمپنیو څخه را وارد شوي دي، په نوموړي کمپنۍ کښې د زراعتي چرګانو لکه غوښین چرګان، زراعتي نسلي چرګي او د هګي تولیدونکي چرګو او هر ډول څارویو لپاره خوراکه په اعلی کیفیت او مناسب قیمت سره تولیدیږي چي په في ساعت کښي 35 ټنه خوراکه تولیدولاي سي.
نوموړې کمپنۍ د مجهز لابراتوار درلودونکي ده چي ټول خام مواد او تولید شوي مواد د داخلي او خارجي تکړه ډاکټرانو له خوا په کښي تجزیه او څیړل کیږي،
او بیا ورسته و بازار ته وړاندي کیږي، همدا شان د همدې کارخانې له لوري د ټول افغانستان په سطحه د سویابینو د کښت او ترویج مرحلې رواني دي، چي تولید سوی سویابین په نوموړی کارخانه کښې په په معیاري ډول په پرمختللي ماشینري سره پروسیس کیږي او په نتیجه کښې په اعلی کیفیت سره د سویابینو کنجاره او تصفیه سوي غوړي تولیدوي، چي د کنجارې څخه یی د حیواناتو په خوارکه کښې استفاده کیږي او غوړي يې د انساني خوراک لپاره و بازار ته عرضه کیږي، چي کولای سي په فی ورځ کښې 50 سویابین پروسیس کړي او 10 ټنه تصفیه سوي غوړي تولید کړي. د نوموړی کمپنۍ د کار لاندي پلانونو څخه یو هم د یو ورځني چرګوړو تولید دي، چي فعلا یې ٪50 کارونه سرته رسیدلی دي او په نږدی وختونو کښې به اوله درجه یو ورځني چرګوړي (چیچان) تولید او و بازار ته عرضه کړي.
وطن دانه صنعتي کمپنۍ د خپلو تولیداتو په څنګ کښې په دې توانیدلې ده چي د زراعتي چرګانو و سکتور ته د لا پرمختګ او تقویې په منظور د خارج هیوادونو د معتبرو کمپنیو یو ورځني چرګوړي، دوايي، واکسینونه، د فارم لپاره تجهیزات لکه دانه خوري، آب خوري او داسی نور هر ډول سامان په اعلی کیفیت سره و هیواد ته وارد کړي او مناسب قیمت یې و بازار ته عرضه کړي.